ایران د قاسم سلیماني د ټرور موضوع تعقیبوي
(last modified Wed, 04 Jan 2023 00:21:07 GMT )
Jan 04, 2023 04:51 Asia/Kabul
  • ایران د قاسم سلیماني د ټرور موضوع تعقیبوي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران په ټولو سویو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د ارواښاد قومندان شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور موضوع تعقیبوي.

حسین امیر عبداللهیان پرون له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د ایران خارجه وزارت د قضايي قوې او په عراق کښې د اړونده لورو په ملګرتیا سره هماغه راز د هغو ټولو کسانو د محاکمه کولو لپاره چې د بغداد د هوايي ډګر جنایت یې ترسره کړی یا یې حکم ورکړی دی له نړیوالو او قانوني چینلونو او لارو څخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د دوه زره شلم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په دیرشمه نیټه د بغداد د هوايي ډګر د باندې د امریکا د  هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په حکم او د سپینې ماڼۍ لخوا په یوه ترهګرې حملې کښې د عراق د حشد الشعبي  ولسي ځواک له نائب رئیس ابو مهدي المهندس او اتو ساتونکو سره یوځاې شهید کړی شو.

امریکا له انګلستان، فرانسې ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي، پوځي او استخباراتي مرسته کونکي ده.

 

ټیګونه