د ایران له خدماتو څخه د ملګرو ملتونو د لوړې کمیشنرۍ قدرونه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوړې کمېشنرۍ مسئولې د ایران د خدماتو په قدرنوې سره، وویل: بهرني کډوال د ایران په اسلامي جمهوریت کې له ټولو امکاناتو څخه برخمن دی.
د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کې تل له افغان کډوالو څخه ملاتړ کړې په داسي حال کې چي ملګرې ملتونه او لوېدیځو هیوادونو د کډوالو په وړاندې له خپلو مسئولیتونو سرغړونه کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوړې کمیشنرۍ مسئولي وندا کواګینیدز د تسنیم له خبریال سره په مرکه کې ویلي: په ایران کې د میشت افغان کډوالو ماشومان د نړۍ په خوش قسمته ماشومانو کې راځي، ځکه چي د ایران په اسلامي جمهوریت کې په بشپړه توګه روزنې او زده کړې ته لاسرسی لري.
هغې زیاته کړه: افغان وګړي له څلور لسیزې راهیسې په ایران کې میشت دي او له ټولو امکاناتو څخه برخمن دي، په ځانګړې توګه د زده کړې په زمینه کې کډوالو ته د اسلامي ایران خدمات په نړۍ کې بې سارې دي.
کواګینیدز جوته کړه: په دې وروستیو کې د زیاتو اقتصادي سره سره، چي ایران ورسره لاس په ګرېوان شوی، کډوالو لپاره د ایران خدمات بند شوي نه دي بلکې رونیز او ښوونیز اسانتیاوې ورته زیاتې شوې هم دي.