مینځنی ختیځ ځان د سپاه پاسداران پامتداره ګڼي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر نومولو کښې د بریتانیا احتمالي اقدام ته په غبرګون کښې وویل هغه هیوادونه چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې دي ځانونه د سپاه پاسداران پامتداره ګڼي.
احمد وحیدي ډاګینه کړه دغه خبره چې د لویدیځ یو شمیر هیوادونه وغواړي له نړیوالو قوانینو بهر یو کار ترسره کړي او د ایران یو رسمي ځواک ترهګر ونوموي د دوې د فکري، اخلاقي او د سیاسي کمزورتیا نښه ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ټینګار وکړ لویدیځ هیوادونه فکر کوي کولای شي د ایران سپاه پاسداران ځواک چې د سیمې د خلکو په زړونو کښې ځاې لري او د خلکو خدمت کوي کمزوری کړي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرۍ ضد تر ټولو مهم ځواک دی او په سر کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې نړیواله بیلګه شهید قاسم سلیماني ده وویل سپاه پاسداران له ترهګرۍ سره تر ټولو زیاته مبارزه کړي ده خو د هغو هیوادونو لخوا چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي ګواښل کیږي.
احمد وحیدی ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم حکومتي ترهګرۍ ده او امریکا هم په ښکاره د ایران قاسم سلیماني ټرور کړ.