ایران کښې بلواؤ ته په لمسولو کښې د فرانسې دریځونه غیردوستانه دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کښې بلواؤ ته د خلکو په راپارولو کښې د فرانسې دریځونه غیردوستانه وبلل
د ایرنا د خبر له مخې حسین امیر عبداللهیان د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرې کاترین کولونا سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په ایران کښې بلواؤ ته د خلکو په هڅولو کښې د فرانسې دریخونه غیردوستانه وبلل او د فرانسې د ځینو چارواکو په مداخله غواړو څرګندونو باندې په نیوکې سره وویل: تهران تل د مذاکرې او ډیپلماسۍ لارې ته ترجیح ورکوي خو لکه څنګه چې وینئ، په تقابلي کړنلاره کښې زمونږ اقدام هم فوري، موثر او متقابل دی.
د ایران خارجه وزیر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په وړاندې د اروپايي پارلیمان په نارغنده دریځونو او اقداماتو باندې په نیوکې او په دې خبرې سره چې سپاه پادساران د ایران د ملي امنیت ساتونکی ځواک او د سیمې د امنیت په ساتنې او له ترهګرۍ سره په حقیقي مبارزه کښې مهم رول لري، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د اروپايي اتحادیې کړچار په ځیر سره تر نظر لاندې لرلی او ورسره سم به، خپل راتلونکي ګامونه تنظیم کړي.
امیر عبداللهیان هم داشان د دیني مقدساتو او د قرآن کریم په سپکاوي کښې د بې احترامي کونکې فرانسوي مجلې اقدام وغنده په خبرواترو او تعامل باندې د تمرکز په ضرورت باندې په ټینګار سره یې زیاته کړه: د ټرمپ د بندیزونو ماته خوړلی سیاست مه تکراروئ، مونږ هم نن د اروپايي اتحادیې او انګلستان خلاف د بندیزونو یو نوی نوملړ اعلان کړ چې په کښې ۳۳ اروپايي چارواکي او ارګانونه شامل دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې هم په دغو ټیلیفوني خبرو کښې، د تهران او پیرس د اړیکو په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: فرانسې د ایران په چارو کښې هیڅ لاسوهنه نه ده کړې.
هغې د دواړو هیوادونو د اړیکو د او د خبرواترو له لارې یې په پياوړتیا باندې په تاکید سره، د فرانسوي زندانیانو د آزادۍ غوښتنه وکړه.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د کنسولي ملګرتیاؤ وروستی حالت هم وجاجول شو.