ایران د اروپايي اتحادیې او انګلستان خلاف بندیزونه اعلان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126838
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادیې او د انګلستان د رژیم په ځینو کسانو او ارګانونو باندې بندیزونه ولګول
(last modified 2023-01-26T03:04:57+00:00 )
Jan 26, 2023 07:31 Asia/Kabul
  • ایران د اروپايي اتحادیې او انګلستان خلاف بندیزونه اعلان کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادیې او د انګلستان د رژیم په ځینو کسانو او ارګانونو باندې بندیزونه ولګول

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادیې او د انګلستان د رژیم په ځینو کسانو او ارګانونو باندې بندیزونه ولګول

د ایران خارجه وزارت پرون په یوې خبرپاڼې کښې د اروپايي اتحادیې او د انګلستان رژیم په یوشمیر شخصیتونو او ارګانونو باندې د بندیزونو د لګولو په هکله لیکلي دي: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اړونده مراجعو د مصوبو او د بندیزونو په لاروچارو پورې د اړونده قواعدو په چوکاټ کښې، په اروپايي اتحادیې او د انګلستان په رژيم کښې په یوشمیر کسانو او ارګانونو باندې له ترهګرۍ او ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ، د خلکو خلاف تشدد او ترهګرو کړنو ته د لمسونې او هڅونې، په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې، د تاوتریخوالي او ناقرارۍ د دودونې، د دروغو د خپرونې او د غلطو معلوماتو د خورونې او هم د ایران د خلکو خلاف د د ظالمانه بندیزونو په سختولو کښې د ګډون چې د اقتصادي ترهګرۍ په معنا ده، په وجه د متقابل عمل په توګه بندیزونه لګوو.