په آذربایجانِ غربي ولایت کښې زوروې زلزلې سلګونه کسان ژوبل کړل
د ایران د آذربایجانِ غربي ولایت والي وویل چې د خوي ولسوالۍ په زلزله کښې د زخمي شویو کسانو شمیر ۵۸۰ تنو ته ورسید
بیګا پاؤ کم لس بجې( ۲۱:۴۴) د آذربایجانِ غربي ولایت په خوي ولسوالۍ کښې ۵.۹ ریکټره زوروره زلزله راغلې ده.
د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې، محمد صادق معتمدیان تیره شپه د زخمیانو شمیر ۵۸۰ تنه اعلان کړ او ویې ویل چې له دغه شمیر څخه ۱۶ کسان د درملنې په موخه سلماس ته ولیږدول شول، د ۶ کسانو د جراحۍ آپریشنونه وشول او ۲۰ کسان هم د زخمونو د سختوالي په وجه په روغتون کښې داخل دي. د زیاتره زخمیانو درملنه په ولاړه شوې او له درملیزو مرکزونو رخصت کړی شوي دي.
له دې مخکښې د ایران د ایمرجنسي د برخې ویاند خالدي ویلي وو چې په خوي ولسوالۍ کښې د دوو کسانو د مړینې خبر ورکړی شوی دی.
معتمدیان وویل چې د زلزلې له امله تقریباً ۷۰ کلیو ته هم تاوان رسیدلی دی
د آذربایجانِ غربي والي د سیمې یوه ستونزه له زلزلې نه پس ټکانونه (آفټر شاکس) وبلل او زیاته یې کړه: زمونږ سپارښتنه دا ده چې خلک هوښیاره ووسي او احتیاطي تابیاوې غوره کړي او د ضرورت په بڼه کښې دې په چمتو شویو مرکزونو کښې دیره شي.