دښمن د ایران د حکومت او د ملت په اقداماتو غصه دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بلوا او بایکاټ د یوې سکې دوه مخونه وبلل او ویې ویل دښمن د بایکاټونو د شنډولو په لاره کښې د ایران د ملت او د حکومت له اقداماتو غصه دی.
هغه د ایران له خلکو سره د ټیلي ويژن له لارې په اتم ځل ژوندیو خبرو سره د سباوون د مبارکې لسیزې د ورځو د رارسیدا په مناسبت د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې وویل په ایران کښې د وروستیو بلواو یو دلیل دا و دښمن پوه شو چې بایکاټونه یې د ایران د خلکو د مقاومت او د چارواکو په اقداماتو سره بې اغیزې شوي دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د تیلو د صادراتو زیاتیدل، د تولید پینځه فیصده وده، د کابو لسو لکو کارونو رامینځته کول او له بایکاټونو سره سره د انفلاسیون کمیدل د ایران له خلکو او حکومته د دښمن د غصه کیدا دلایل وبلل.
هغه د ایران په وروستیو بلواو کښې د خارجي هیوادونو رول ته په اشارې سره وویل د خارجي هیوادونو لخوا په ایران کښې د ناامنۍ د زمینو جوړولو ته په پام سره په ایران کښې د دغو هیوادونو د فعالیت لپاره یوشمیر محدودیتونه رامینځته شول او د نړۍ په هیڅ هیواد کښې چا ته اجازه نه ورکول کیږي چې خارجي هیوادونه د بلوا او د ناامنۍ زمینه رامینځته کړي.
د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیس په دې خبرې سره چې اروپايي هیوادونه باید له دوه ګوڼه معیارونو لاس واخلي وویل د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د سیکریټریت او دغه راز د اینټرنیټ د فضا د ملي مرکز د اعلان او د غور پراساس هر خارجي هیواد چې وغواړي په ایران کښې فعال شي باید د خپل کړچار په هکله ځواب ووايي.