Feb 08, 2023 04:25 Asia/Kabul
  • د ایران په هکله د اروپا محاسبات غلط دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ایران د کورنیو حالاتو په هکله د ځینو اروپايي هیوادونو په غلطو محاسباتو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره هغه د ایران د عظمت لرونکي ملت د حقیقت د نه درک کولو او د دوښمانانو له استخباراتي سرچینو سره د اړوندوالي له کبله وبلل.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په تهران کښې د فرانسې د نوي سفیر نیکولا رش د باورلیک د ترلاسه کولو په دستورو کښې په فرانسې کښې د سرزورۍ د غلبې او له اسلام سره له مبارزې کولو د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړ.

په تهران کښې د فرانسې نوي سفیر نیکولا رش سپارښتنه وکړه چې د ایران د ټولنې حقایق په سم ډول د فرانسې حکومت ته انتقال کړي او زه دغه موضوع خپله اصلي دنده ګڼم.

هغه د ایران او د فرانسې ترمینځ د ملګرتیاو د پراخولو په  هکله د هیلې په څرګندولو سره وویل زه د فرانسې د ولسمشر لخوا ماموریت لرم چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په پراختیا او اړیکو کښې د موجودو ناوړه تفاهمونو د لیرې کولو هڅه وکړم.

په تیرو کلونو کښې د ایران او د فرانسې اړیکو ډیرې ټيټې هسکې لرلي دي.

فرانسه له امریکا، بریتانیا، جرمني او نورو اروپايي او عربو هیوادونو سره یوځاې په ایران کښې د بلواو د زیاتو اصلي ملاتړي ګڼل کیږي.

 

ټیګونه