Feb 15, 2023 15:50 Asia/Kabul
  • ځینو ویلی چي اسلامي جمهوریت بندون ته رسېدلې، نو ولې بیا د نسکورېدو لپاره یې په ملیاردونو پیسې لګوئ؟

د اسلامي انقلاب معظم رهبر جوته کړه:  تبلیغات کیږي چي د اسلامي جمهوریت نظام بندون سره مخ شوی خو که داسي وي نو بیا ولې دښمن زمونږ د غوځارولو لپاره دومره زیاتې پیسې لګوي؟ بندون سره مخ شوی حکومت په خپله ړنګیږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د ختیځ اذربایجان په ولایت کې ولس سره، په ملاقات کې وفرمایل: د شاهي رژیم په ضد پاڅون له قم څخه پیل شو، قم او تهران او نورو ښارونو کې زیات شمېر کسان شهیدان شول خو د تبریز ولس هم په خپلو سرشیندنو سره، د انقلاب لپاره ودرېدل، وینه یې ورکړه او پاڅون ته یې ملي بڼه ورکړه، د هغوی د سرسیندنو ږغ د هیواد ګوټ ګوټ ته ورسېدل.

هغوی همدارنګه یادونه وکړه چي په پوهنتونونو، رسنیو او ورته فضاو کې نیوکې په ادب سره مطرح شي، سپکاوی ښه نه دی،  د نظر اختلاف باید په شخړو بدل نه شي، وحدت او یووالی د هیواد د ځواکمنتیا یو لامل دی.

معظم رهبر د خپلو وېناو په یوه بله برخه کې جوته کړه: ځینو وویل چي د اسلامي جمهوریت نظام بندون سره مخامخ شوی، ښه که مونږ بندون سره مخ شوي یو، تاسو ولې د اسلامي جمهوریت د نظام د چپه کولو لپاره په میلیاردونو پیسې لګوئ، بندون سره مخ شوی حکومت خو خپله چپه کیږي،

هغوی زیاته کړه: په نړۍ کې په میلیاردونو ډالره خرجې کوئ، د نړۍ بډایه او شتمن هیوادونه د ایران په ضد فعالیت کوي، پیسې لګوي څو اسلامي جمهوریت له انحراف سره مخامخ کړي، او په دې باندې خپله هم اعتراف کوي چي د ایران د چپه کولو او کمزوري کولو لپاره په میلیاردونو ډالره لګولي دي، ښه که مونږ د ځوړتیا په حال کې وای، لکه څرنګه چي په دې زمینه کې تبلیغات هم کیږي، بیا نو دوی ضرورت نه لرل چي د اسلامي ایران د کمزوري کولو لپاره دومره زیاتې پیسې خرڅې کړې وای.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلو وېناو په یوه بله برخه کې جوته کړه: مونږ پرمختګ کړی دی دی خو ایا د دغو پرمختګونو تر څنګ کومه ستونزه نه لرو؟ بلې هو لرو، او زمونږ نیمګړتیاوې هم کمې نه دي، یوه یې چي د خلګو له لورې محسوسیږي، د ملی پیسې د ارزښت کمېدا ده او داسي نورې نیمګړتیاوې.

هغوی زیاته کړه، کمزورتیاوې موجودې دي، خو په مقابل لورې کې مو لاسته راوړنې او پرمختګونه هم موجود دي، که مونږ دغو لاسته راوړنو ته وګورو او ووایو چي مونږ د بریا توان لرو، او بیا همدغه توان ته په کتو سره، د کمزورتیاو د هوارولو لپاره اقدام وکړو، دا دی یو انقلابي لیدلوري. خو یوه بله لیدلورې دا ده چي کمزورتیاو ته وګورو او ووایو چی نه هیڅ نه شو کولای مونږ کمزوري یو، او بیا خپل کمزورتیا په لویو چیغو څرګند او څو چنده وښیو، دا یو ارتجاعي لیدلورې ده.

دا په داسي حال کې دی چي په وروستیو میاشتو کې  په ایران کې د امریکې، صهیونیست رژیم، اروپا او د هغوی د لاسپوڅو له لورې د نفسیاتي، سیاسي او امنیتې څو اړخیزې جګړې د امله د ایران په یو شمېر ښارونو کې تیت پرک بلواوې رامینځ ته شوي.

د بلواو سربېره چي هره ورځ معاندو رسنیو منجمله بی بی سی او ایران ایڼتر نشنال ورڅخه د اسلامي جمهوریت د نظام په ضد د عامه احساساتو د لمسون لپاره کار اخیستل، د ایران د اسلامي نظام په ضد یو نړیوال رسندویې کمپاین هم پیل شوی وو، د ایران دښمنانو غوښتل چي داسي وښیي ګواکې د ایران د اسلامي جمهوریت نظام له بندون سره مخامخ شوی دی، خو د امریکې، اروپا، صهیونیست رژیم او ځینو عربو هیوادونو د میلیاردونو ډالرو لګښت او ډول ډول دسیسو سربېره، لاهم د ایران ولس د اسلامي جمهوریت له نظام څخه ملاتړ کوي، او اسلامي ایران د بندیزونو سربېره هره ورځ په مختلفو ډګرونو کې له نویو لاسته راوړنو څخه مخکتنه کوي.

 

ټیګونه