ایران د بندیزنونو سربېره، کرونا سره په مبارزه کې مخکښ هیواد دی
(last modified Sat, 18 Feb 2023 01:21:58 GMT )
Feb 18, 2023 05:51 Asia/Kabul
  • ایران د بندیزنونو سربېره، کرونا سره په مبارزه کې مخکښ هیواد دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د عامه روغتیا وزیر وویل: ایران د ظالمانه بندیزونو سربېره د کرونا د وبا په مخنیوی او درملنه کې د نړۍ په کچه بریالی هیواد دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو بندیزونو سربېره، په علمې او روغتیایي ډګر کې د خپلو ځوانانو په وړتیاو باندې په تکیې سره، د خنډونو په لیري کولو بریالی شوی او ښې لاسته راوړنې درلودلې دي، اوس هم ایران د ۵۰۰ طبي محصولاتو په تولیدولو کې ځان بساینې ته رسېدلی دی.

په همدې لړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د عامه روغتیا وزیر بهرام عین اللهی په طبي ډګر کې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره، رسنیو ته وویل: ایران د لومړیو هیوادونو څخه وو چي د بنسټیزو حجراتو په زمینه کې فعالیت پیل کړ او د کرونا پر مهال هم د بندیزونو سربېره، د دغه وبا په مخنیوی او درملنه کې کامیابه پاته شوی دی.

د ایران د طبی چارو وزیر د دې په بیانولو چي اسلامي جمهوریت په کورنیو وړتیاو باندې په تکیې سره، په ټولو ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ کړي، جوته کړه: نن سبا دښمن زمونږ تاریخ هدف ګرځولی، هغه هم په داسي یو شان حالاتو کې چي انقلابي ځوانانو د طاغوتیانو په پرځولو کې ښاکار کړی دی، له ۴۴ کلونو وروسته په مهمو ډګرونو کې زمونږ ځوانان ورځ تر بلې پرمختګ کوي.