بعثت د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کښې د بدلون پیلامه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128202-بعثت_د_انسان_په_فردي_او_ټولنیز_ژوند_کښې_د_بدلون_پیلامه_وه
د ایران د اسلامي شورا مشر د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۳۹م پړاؤ د پرانستې په دستورو کښې ټینګار وکړ: بعثت په فردي او اجتماعي ژوند کښې د بدلون پيلامه ده.
(last modified 2023-02-19T05:01:05+00:00 )
Feb 19, 2023 02:28 Asia/Kabul
  • بعثت د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کښې د بدلون پیلامه وه

د ایران د اسلامي شورا مشر د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۳۹م پړاؤ د پرانستې په دستورو کښې ټینګار وکړ: بعثت په فردي او اجتماعي ژوند کښې د بدلون پيلامه ده.

د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ افتتاحیه مراسم پرون د فرورۍ په اتلسمه نیټه د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعث سره هممهاله په تهران کښې ترسره شول.

د دې سیالیو ګډونوال د ټول قرآن د حفظ، ترتیل، قرائت تحقیق او قرائت ترتیل په برخو کښې له یو بل سره سیالي کوي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون د دغو نړیوالو سیالیود پرانیستې په دستورو کښې وویل: بعثت د بشریت لپاره د بدلون پيلامه ده او د بشر فردي او اجتماعي ژوند یې تر خپلې اغیزې لاندې راوستی دی.

د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: باید د صلحې، آزادۍ، ودې او یوړه زړه توب، له مظلومانو څخه د دفاع او د ظالمانو د دښمنۍ پیغام دنیا ته منعکس کړو.

قالیباق هم داشان وویل: پکار دي وکړې شو په هغه لارې مخ ته لاړ شو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر یې بیانوي او محرومانو او بې وزلو ته پاملرنه وکړو.

هغه څرګنده کړه: اسلامي انقلاب تر ننه پورې په دغه لاره تګ کړی دی او البته په ویاړ سره یې درانه لګښتونه هم ورکړې دي.