د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته رسیدلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عراق د خارجه وزیر فواد حسین په رسمي بلنه بیګا د یوه پلاوي په مشرۍ بغداد ته لاړ.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان به په دغه سفر کښې د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په رسمي خبرو سربیره د دغه هیواد له ولسمشر، د پارلمان له مشر، د لوړې قضايي شورا له مشر او د ملي امنیت شورا له مشر سره کتنې وکړي او د دواړو هیوادونو د اړیکو او د سیمه ییزو ملګرتیاو په باره کښې خبرې وکړي.
عراق د لویدیځې اسیا سیمې په عربو هیوادونو کښې له ایران سره تر ټولو زیات مذهبي او کلتوري نږدوالي لري.
دغه راز د عراق پخوانی لومړی وزیر مصطفي الکاظمي هم پرون ایران ته راغلی و او له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې د بیلابیلو موضوګانو په هکله خبرې کړي وې.