ایران د اوکراین په جنګ کښې د هیڅ لوري ملاتړ نه کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: د لویدیځو هیوادونو په اپوټه چې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت یې اوکراین ته وسلې ورکړي دي او ورکوي یې د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د جنګ لپاره هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي او په دغه جنګ کښې د هیڅ هیواد ملاتړ نه کوي.
حسین امیر عبداللهیان چې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په دوه پنځوسمې غونډې او دغه راز د بې وسلې کولو په کلني کانفرنس کښې د ګډون لپاره جینیوا ته تللی دی پرون په جینیوا کښې د ملګروملتونو په اروپايي مرکز کښې د انډونیزیا له خارجه وزیر «رتنو مرسودي »سره په کتنه کښې د اوکراین د کړکیچ په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځونه بیان کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د انډونیزیا د باندنیو چارو وزیر«رتنو مرسودي » د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران د ملګرتیا په باب له وروستیو بدلونونو او دغه راز د ایران د ملت پرضد د ظالمانه بایکاټونو د ختمیدا په اړه له خبرو څخه خبر کړ.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ایران کښې وروستیو بلواو ته هم اشاره وکړه او په دې خبرې سره یې چې په دغو بلواو کښې د ایران ضد د ترهګرو ډلو رول په بشپړه ډول ښکاره و وویل ځینو اروپايي هیوادونو د دوه ګوڼه معیارونو په چوکاټ کښې او د ترهګرۍ د وینځلو په کار کښې ګډون وکړ.