اسلامي ایران له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړي کولو ګروهنه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128830-اسلامي_ایران_له_نړۍ_سره_د_اړیکو_د_پیاوړي_کولو_ګروهنه_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د بیلجیم له لومړي وزیر «الکساندر دی کرو» سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت ګروهنه لري چې د اروپا په شمول له نړۍ سره رغنده او ښې اړیکې وساتي او هغه پیاوړي کړي.
(last modified 2023-03-01T20:11:50+00:00 )
Mar 02, 2023 00:35 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړي کولو ګروهنه لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د بیلجیم له لومړي وزیر «الکساندر دی کرو» سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت ګروهنه لري چې د اروپا په شمول له نړۍ سره رغنده او ښې اړیکې وساتي او هغه پیاوړي کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د بیلجیم له لومړي وزیر الکساندر ډي کرو سره په خبرو کښې وویل که چیرې کوم حکومت د ګوډاګیو او د ترهګرو ډلو د بې لارې کونکو او د غلطو اطلاعاتو تر اغیز لاندې د ټکر لاره انتخاب کړي نو تاوان به وکړي.

رئیسي وویل د ایران اسلامي جمهوریت ګروهنه لري چې مسائیل د  ملګرتیا کولو په کړچار سره حل شي البته په دې شرط چې مقابل لوری هم دا ډول کړچار انتخاب کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ اروپايي هیوادونه باید د ایران د  ملت د ګټو پرضد د دسیسو او د ګواښونو سرچینه جوړه نشي.

د بیلجیم لومړي وزیر الکساندر ډي کرو هم ټینګار وکړ او ویې ویل بیلجیم تل د خبرو اترو له لارې له ایران سره د اړیکو پیاوړي کول مخ ته بیایي او ګروهنه لري چې مسائل د ملګرتیا او د تفاهم په کړچار سره تعقیب شي.