د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس فعالیتونه دې د زبرځواکونو له موخو اغېزمن نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128962-د_ایټمي_انرژیو_د_نړیوال_اژانس_فعالیتونه_دې_د_زبرځواکونو_له_موخو_اغېزمن_نه_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هیله وښودله چي د ایټمي انرژیو نړیوال اژانس د مسلکي چلند په غوره کولو او د نه پلویتوب د اصل په رعایتولو سره، په قانون باندې د ایران د ژمنتیا او د ایران د سوله ایز ایټمي فعالیتونو په هکله حقیقت بیان کړي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Mar 05, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس فعالیتونه دې د زبرځواکونو له موخو اغېزمن نه شي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هیله وښودله چي د ایټمي انرژیو نړیوال اژانس د مسلکي چلند په غوره کولو او د نه پلویتوب د اصل په رعایتولو سره، په قانون باندې د ایران د ژمنتیا او د ایران د سوله ایز ایټمي فعالیتونو په هکله حقیقت بیان کړي.


د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس له سرمنشي رافائل ګروسي سره په کتنه کې له اژانس سره د ایران پراخو همکاریو ته په اشارې سره، تهران ته د دې سازمان د چارواکو تګ او راتګ د ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د پیاوړی هود ښودونکی وباله.

رئیسي په صنعتي، کړهنېز او طبي چارو کې د خلګو د هوساینې لپاره د ایټمي پوهې د کارولو په هکله د ضروریتونو په بیانولو سره، وویل: ځینې هیوادونه چي په سر کې یې امریکا او صهیونیست رژیم دی، په داسي حال کې د ایران په خلګو باندې د فشار د زیاتولو لپاره له ایټمي مسالې څخه د پلمې په توګه کار اخلي چي د اسرائیل رژیم د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس غړیتوب نه مني او د هغه په قوانینو عمل نه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چي امریکا لومړی له ایټمي موافقې څخه ووتله، وویل: اروپایانو هم د برجام ایټمي موافقې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل نه دي کړي په داسي حال کې چي ایران په خپلو ژمنو پاته شوی او دا مساله د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په راپورونو کې ۱۵ ځلي تائید شوی هم دی.

رئیسي د ایټمي انرژیو له نړیوال اژانس سره، د ایران بشپړه همکاریو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: تمه کیږي چي په دې زمینه کې د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس لیدلوری مسلکي وي، سیاسي زبرځواک هیوادونه خپلې موخي لري، دا مساله باید د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په فعالیتونو باندې اثر نه وکړي.

د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي رافائل ګروسي هم ایران سره ملګرتیا مثبته او له ایراني چارواکو سره خبرې اترې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړینه وباله.