په ایران کې د زده کوونکو په مسمومیت کې ښکېل کسان نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129152-په_ایران_کې_د_زده_کوونکو_په_مسمومیت_کې_ښکېل_کسان_نیول_شوي
د ایران د استخباراتو وزارت د زده کوونکو په مسمومیت کې د ښکېلو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-03-07T23:25:44+00:00 )
Mar 08, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • په ایران کې د زده کوونکو په مسمومیت کې ښکېل کسان نیول شوي

د ایران د استخباراتو وزارت د زده کوونکو په مسمومیت کې د ښکېلو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ویلي چي په ۶ ولایتونو کې د زده کوونکو په مسمومیت کې ښکېل کسان د څارګرو ادارو له لورې پېژندل شوي او نیول شوي دي.

په تېرو ورځو کې د اسلامي ایران په یو شمېر ولایتونو کې په ښوونځیو کې په زده کوونکو باندې زهرجن ګېسونه کارول شوي چي د امله یې ګڼ شمېر زده کوونکي مسموم شوي دي.

دغه پېښه نن سبا په ایران کې د عامه افکارو د ژورې اندېښنې لامل ګرځېدلې ده.

وړم ورځ هم د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله سید علی خامنه ای هم دغه موضوع د معصومو ماشومانو په حق کې ستر جنایت وباله او د کورنیو اندېښنو ته په اشارې سره، د څارګرو اداراتو د جدي پلټنو غوښتونکي شو.

د ایران د استخباراتو د وزارت له اعلامیې سره سم، په خوزستان، لوېدیځ اذربایجان، فارس، کرمانشاه، خراسان او البرز ولایتونو کې هغه څلور کسیزه ډله نیول شوي چي په زده کوونکو باندې په کیمیاوي موادو سره برید کړي وه.

د دې ډلې درې کسانو له دې مخکې په بلواو کې هم رول لوبولي وه او د ایران د دښمنو رسنیو سره یې اړیکې درلودلې دي.