صهیونیسټ رژیم د سیمې په راتلونکي کښې هیڅ ځای نلري
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دمشق کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټان د سیمې په راتلونکي کښې هیڅ ځاې نلري وویل په سوریې کښې د پردیو ځواکونو د نیواکګرۍ د ختمیدا وخت رارسیدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون سوریې ته رسیدلی دی او د زلزله ځپلیو سیمو له کتلو وروسته یې له ولسمشر بشار اسد کتنه هم کړي ده.
هغه دغه راز د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره هم کتنه او خبرې کړي دي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دمشق کښې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره په خبري کانفرنس کښې وویل له بده مرغه په سوریې کښې د کلونو کلونو ترهګر جنګ او د بایکاټونو له کبله مشکلاتو ته د نړیوالې ټولنې پام نه کولو او د سوریې د زلزله ځپلیو خلکو په حالت په ښه ډول غور نه کولو یوځل بیا د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه ثابت کړل.
هغه په دې خبرې سره چې باوري یوو له سوریې څخه د خارجي ځواکونو د وتلو او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د احترام کولو وخت رارسیدلی دی وویل د ایران اسلامي جمهوریت ټول هیوادونه د سوریې او د سیمې د واکمنۍ د ځمکنې بشپړتیا او د امنیت او د ثبات احترام کولو ته وربولي.