د تهران او آژانس اړیکې په سمه لاره روانې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د تهران او آژانس اړیکې په خپلې سمې لارې روانې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د تهران او آژانس اړیکې په خپلې سمې لارې روانې دي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې دواړو لورو همداشان د بندیزونو د ختمیدو د مذاکراتو، د یوکرین د حالت او د ایران د اسلامي جمهوریت او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د ملګرتیا په هکله صلاح مشورې وکړې.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول هم د ایران له خارجه وزیر سره په دغو خبرو کښې، د سیف ګارډ مسائلو د هواري په لړ کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس او ایران د وروستۍ موافقې د اجرا د چټکتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.