د ایران او روسیې خارجه وزیرانو ملاقات وکړ
Mar 29, 2023 10:50 Asia/Kabul
د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ملاقات کښې د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د یو پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تلی دی، نن یې د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره وکتل او د دوه اړخیزو مسائلو او سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
د ایران خارجه وزیر پرون ماسکو ته له روانیدو مخکښې په تهران کښې خبریالانو ته ویلي وو چې د ایران او روسیې دفاعي ملګرتیاوې به د هیڅ لوري خلاف نه وي، وویل: په تیر یو نیم کال کښې د دې دواړو هیوادونو د تجارتي تبادلې اندازه څڅه باندې درې نیم برابره زیاته شوې ده.
ټیګونه