لویدیځوال د بشري حقوقو دښمنان دي
هغو د تهران په واټونو کې د مومنو ځوانانو له وژلې او ترور د لویدیځ ملاتړ له بشری حقوقو د دفاع د دروغجنې ادعا بله بیلګه وبلله او زیاته یې کړه د ارمان علی وردی او روح ا... عجمیان په شان زمونږ پاک ځوانان په شکنجې او د لویدیځو رسندویو په روزلو او لمسولو سره ووژل شول .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی د بشري حقوقو ادعا په هیڅ وجه له لویدیځوالو سره ښه نه لګي وفرمایل لویدیځوال د بشري حقوقو دښمنان دي .
د کریم اهل بیت حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په شپه یوشمیر د فارسی ادب او ژبې استادانو ، زړو او ځوانو شاعرانو د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره کتنه وکړه .
د ایران پریس له راپور سره سم حضرت امام خامنه ای په دغه کتنه کې پر دې په ټینګار سره چی د بشري حقوقو ادعا په هیڅ وجه له لویدیځوالو سره ښه نه لګي وفرمایل لویدیځوال د بشري حقوقو دښمنان دي او د هغو بشری حقوق یې ټول په داعش ، د انسانانو په ژوندی سوزولو یا ډوبولو ، یا له صدام او منافقینو په ملاتړ یا د غزې او فلسطین پرضد په جنایتونو کې لیدلي دي .
هغو د تهران په واټونو کې د مومنو ځوانانو له وژلې او ترور د لویدیځ ملاتړ له بشری حقوقو د دفاع د دروغجنې ادعا بله بیلګه وبلله او زیاته یې کړه د ارمان علی وردی او روح ا... عجمیان په شان زمونږ پاک ځوانان په شکنجې او د لویدیځو رسندویو په روزلو او لمسولو سره ووژل شول .
د رهبرۍ ستر مقام په هیواد کې د انقلابي ، مومنو او ښه زړه لرونکیود ډیرو شاعرانو په شتون د خوشحالۍ په څرګندولو سره وفرمایل د شاعر روحیه احساسي او له مینې ډکه ده خو له مسایلو سره په مقابله کې باید احساساتي عمل ونشی بلکې باید په فکر او د ډګر په سمې پیژندنې سره خپله دنده له هنر په استفادې سره ادا کړې شی .