اسرائیل د اسلامي نړۍ له پیوستون څخه په ویره کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130678-اسرائیل_د_اسلامي_نړۍ_له_پیوستون_څخه_په_ویره_کښې_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د الاقصی جومات په لمونځ ګزارو باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د پوځیانو د شپې پرمهال یرغل او سپکاوی په اسلامي نړۍ کښې د پیوستون له څپې څخه د صهیونیسټ رژیم د لالهاندۍ له کبله وباله.
(last modified 2023-04-06T09:21:31+00:00 )
Apr 06, 2023 07:09 Asia/Kabul
  • اسرائیل د اسلامي نړۍ له پیوستون څخه په ویره کښې دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د الاقصی جومات په لمونځ ګزارو باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د پوځیانو د شپې پرمهال یرغل او سپکاوی په اسلامي نړۍ کښې د پیوستون له څپې څخه د صهیونیسټ رژیم د لالهاندۍ له کبله وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه ټویټر پیغام کښې د الاقصی جومات په لمونځ ګزارو باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د پوځیانو د شپې پر مهال یرغل او سپکاوي ته په اشارې سره وویل د الاقصی جومات په لمونځ ګزارو باندې د اسرائیلو د رژیم د پوځیانو یرغل او سپکاوي دردونکي ډګرونه رامینځته کړل کوم چې د بشري حقوقو د ادعا کونکو د کړچار نتیجه ده چې د صهیونیسټ ترهګرو په جنایتونو باندې یې سترګې پټې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم په اسلامي نړۍ کښې د پیوستون له څپې او له داخل څخه د اسرائیلو د رژیم د دړې وړې د لرلید په وجه لالهانده دی.

صهیونیسټ پوځیانو بیګا یوځل بیا په الاقصی جومات برید وکړ او هلته  لمونځ کونکي او اعتکاف کونکي یې ووهل.

د فلسطین سرې میاشتې وویل چې په الاقصی جومات کښې په القبلی جومات باندې د صهیونیسټ عسکرو په برید کښې په سلګونو فلسطینیان ژوبل شوي خو اسرائیلي پوځیانو ډاکټرانو ته د تلو اجازه ورنکړه.

د اسرائیلو عسکرو څلور سوه فلسطینیان نیولي هم دي.