د ایران او آذربایجان جمهوریت خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران د اسلامي جمهوریت او د آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د باکو او تهران په دوه اړخیزو اړیکو کښې د موجودو بدلونونو او د ځینو سیمه ایزو موضوعاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د ایران او آذربایجان جمهوریت خارجه وزیرانو حسین امیر عبداللهیان او جیحون بایرامف تیره شپه او پرون مازیګر دوه ځلې په ټیلیفوني خبرواترو کښې، په دوه اړخیزو اړیکو او ځینو سیمه ایزو موضوعاتو کښې د موجودو بدلونونو په هکله خپل نظرونه بیان کړل.
په دغو څرګندو او رڼو خبرواترو کښې د موجودو ستونزو او غلط فهمیو او له روان حالته د وتلو د حل لارې په توګه بحث وشه او په کښې دواړو لورو د ښه ګاونډیتوب او هم داشان د یو بل د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په احترام ټینګار وکړ.
امیر عبداللیهان د سیمې د هیوادونو د یووالي، امنیت او پرمختګ خلاف د صهیونیسټي رژیم دسیسې ته په اشارې سره وویل: د سیمې د هیوادونو ترمینځ له اختلاف څخه یوازې دښمنان ګټه پورته کوي.
په دغه ټیلیفوني تماس کښې د ایران او آذربایجان جمهوریت خارجه وزیرانو د دواړو هیوادونو او د هغو د ولسونو د ګټو په لړ کښې د رسندوي فضا په لازیات مدیریت باندې ټینګار وکړ.