د ایران پرضد هر ډول اقدام د صهیونیسټ رژیم نابودیدل چټک کوي
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال «رمضان شریف» د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم هر ډول اقدام د دغه رژیم په له مینځه تلو کښې د چټکتیا سبب وباله.
هغه نن له فارس خبري اژانس سره په مرکه کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د لوی درستیز د څرګندونو په هکله چې ویلي یې وو اسرائیل په یوازې ځان کولای شي په ایران پوځي برید وکړي وویل د صهیونیسټانو دغه څرګندونې کومه نوي خبره نه ده او هغوې دغه خبره په ځلونو کړي ده خو یو پیغام لرلی شي او هغه پیغام دا دی چې په سیمه کښې د امریکا شرایط په دې ډول دي چې له صهیونیسټ رژیم څخه د ملاتړ کولو امکان نشته.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف وویل امریکا هڅه کوي ځان د صهیونیسټ رژیم په لومه کښې ښکیل نکړي ځکه چې پوهیږي که چیرې صهیونیسټان د ایران پرضد کوم اقدام ترسره کړي زمونږ ورته مقابله به د صهیونیسټانو د پلویانو لمن ته وغځیږي.
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژيم پوهیږي که چیرې د ایران پرضد پوځي عملیات یا اقدام وکړي نو د دغه اقدام ختمیدل د هغوې کار نه دی او په پریکنده توګه د اسرائیلو له مینځه تلل چټک کوي وویل د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران پرضد د حملې د ترسره کولو خبره یوه سیاسي لافه ده.