د ایران او عمان خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
Apr 18, 2023 03:19 Asia/Kabul
د ایران او عمان ه د بهرنیو چارو وزیرانو تیره شپه په یو ټیلیفوني تماس کښې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه
د ایرنا د خبر مخې، حسین امیر عبداللهیان د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د کوچني اختر په وارمخکښې مبارکۍ سره، په دوه اړخیزو اړیکو کښې د دلچسپۍ وړ موضوعاتو او هم داشان د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو دوسیو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په تیرو څو لسیزو کښې په فارس خلیج کښې د شخړو او له ایرانه د ویرونې لپاره د امریکې له هلوځلو سره سره د ایران او عمان اړیکې تل د متقابل احترام او ګټو په بنیاد پاتې شوې دي.
عماني چارواکي باوري دي چې له ایران سره نزدې اړیکې د حقیقت پسندۍ په بنیاد دي او ایران خپل یو ستر ګاونډی ګڼي.
ټیګونه