آزادي، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون له یوه ډله محصلینو سره په کتنه کښې، د آزادۍ په اهمیت باندې په ټینګار سره وفرمایل: آزادي مختلف اړخونه لري او باید د انساني کرامت لامل شي
آزادي یو داسې چورلیز دی چې لویدیځ قدرتونه یې ډیره زبادي، هم د ځان لپاره د تبلیغاتو لپاره او هم د ایران د اسلامي جمهوریت په شان د ځان په مخالفو هیوادونو باندې د دباؤ لپاره.
د لویدیځ له نظره د آزادي مرکزي چورلیز، فرد محوري او دنیا پالنه ده. لویدیځ په سیاسي برخه کښې هم آزادي تر دې حده مني چې له غربي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کښې نه وي او هغه چیلنج نه کړي.
خو د اسلام مبین دین د آزادۍ دا تعریف او اخیستون نه مني. اسلام د دې په ترڅ کښې چې د انسانانو په آزادۍ باندې ټینګار لري، د توکم، دین، رنګ او ژبې وغیره له لحاظه د انسانانو ترمینځ د هیڅ توپیر قائل نه دی. د اسلام د مبین دین له نظره، آزادي هم دنیاوي اړخ لري او هم اُخروي، نو هم باید د انسان دنیا ته پاملرنه وشي او هم یې آخرت ته. د دنیايي ژوند په ساحه کښې د آزادۍ تعریف، آزادۍ ته تنزل ورکول دي. د اسلام د مبین دین له نظره د آزادۍ وروستی هدف د انسان لوړتیا ده، نه یوازې یو شهواني مخلوق ته د انسان تنزل.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د محصلینو په کتنه کښې په دې هکله وویل: آزادي ډیره مهمه ده. په اسلام کښې د آزادۍ ډیره مهمه نظریاتي برخه، د مادې له دغه چوکاټه آزادي ده. مادي نظریه وايي چې تاسو یوه ورځ دنیا ته راغلۍ، څو کاله به ژوند وکړئ او بیا به هم له مینځه لاړ شئ، مونږ ټول په له مینځه تلو باندې محکوم یوو. په دې مادي قفس کښې تاسو ته یولړ آزادۍ درکوي، د شهوت آزادي، د غضب آزادي، د ظلم آزادي او داسې نورې هر ډول آزادۍ، خو دا آزادي نه ده. آزادي، اسلامي آزادي ده، اسلام مونږ د مادې په چوکاټ کښې نه کلابندوي... مړینه، د کار پاې نه ده بلکې د یو نوي پړاؤ پیل دی او (په حیقت کښې) دغه اصلي پړاؤ دی. کله چې تاسو په دې نظریې سره وګورئ نو هله اوج اخیستې شئ او نور نو ستاسو د خوځښت لپاره او ستاسو د پرمختګ لپاره او ستاسو د لوړتیا لباره هیڅ حد نه وي، دا آزادي ده.
بله موضوع دا ده چې په لویدیځې دنیا کښې سیاسي آزادۍ او د بشري حقوقو ادعاوې یوازې دومره معنا پیدا کوي چې په نړۍ کښې د غرب سیاسي او کلتوري نفوذ له ننګونې سره مخامخ نه کړي. له اسلامه ویرونه، د رسول ا... مبارک او د قرآنِ پاک سپکاوی او له دغه ډول اقداماتو څخه د حکومتونو ملاتړ د غرب له هغو کړچاري مصداقونو څخه دي چې ښودنه کوي په لویدیځو ټولنو کښې سیاسي آزادي، په عمل کښې یوازې یوه ادعا او تبلیغ دی.
په حقیقت کښې لویدیځ د خپلې ادعا وړ سیاسي آزادۍ او هم داشان له بشري حقوقو څخه چې هغه د کسانو د آزادۍ په لاره کښې تعریفوي، په نورو هیوادونو باندې د دباؤ د یو اړم په توګه کار اخلي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د محصلینو په کتنه کښې د تحجّر او جمود او خمود او د ډول ډول شاته پاتې والي او د بې ځایه تعصبونو له اسارته خلاصیدل او د سترو قدرتونو له اسارته خلاصی او د ډیکټاټورانو له اسارته خلاصی، د شخصي آزادۍ او د عقیدې د آزادۍ ترڅنګ بیان کړ په کوم باندې چې اسلام هم ټینګار او ورڅخه ملاتړ کوي.
*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی