په ایروان کې د ایران، هند او ارمنستان درې اړخیزه غونډه
Apr 21, 2023 11:20 Asia/Kabul
د ایران، هند او ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارتونو تر مینځ لومړۍ درې اړخیزه غونډه په ایروان کې تر سره شوه.
د تسنیم له راپور سره سم، په دغه غونډه کې د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال مناتساکان صفریان، د ایران په خارجه وزارت کې د جنوبي اسیا د چارو مرستیال سید رسول موسوي او د هندوستان د خارجه وزارت د سیمه ایزو چارو مشر جیتندر پال سینګ برخه اخیستي وه.
د دریو هیوادونو پلاوو د اقتصادي او سیمه ایزو اړیکو او ټرانزیتي لارو او درو اړخیزو همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې.
د شمال – جنوب کرېدور او د ایران د لویو لارو او ریل پټلۍ په وسیله هندوستان سره د ارمنستان وصل کېدا د دغې غونډې اساسي موضوع وه.
ټیګونه