د ایران ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت مبارکي وویله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په جلا جلا پیغامونو کښې د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي هیوادونو خلکو او مشرانو ته مبارکي ورکړه.
هغه د اسلامي هیوادونو مشرانو او خلکو ته د کوچني اختر د رارسیدا په مناسبت په مبارکۍ ویلو سره هیله وکړه چې د دغه نیمکرغه اختر په برکت او د اسلام د مبین دین په سترو تعلیماتو او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په ژوند بخښونکو تعلیماتو باندې تکیې کولو او د ګډو هڅو په رڼا کښې د اسلام د ژوند بخښونکي دین د ایډیالونو د تحقق په لړ کښې د اسلامي هیوادونو ترمینځ مګرتیاوې او د اسلامي امت ترمینځ پیوستون او وحدت زیات شي.
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دفتر د اعلان پراساس نن په ایران کښې د شوال میاشتې لومړۍ نیټه ده او دلته نن کوچنی اختر دی.
د عراق د عمان د پاکستان د انډونیزیا، مالیزیا د مراکش او د برونايي په شمول په ځینو اسلامي هیوادونو کښې نن کوچنی اختر دی.
سعودي عربستان ، بحرین ، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې ، مصر ، کویت ، یمن فلسطین ، لبنان او اردن پرون کوچنی اختر اعلان کړی و.
په ایران اسلامي جمهوریت کښې په پلازمینې تهران کښې د کوچني اختر لمونځ د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په امامت سره کیږي.
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د کوچني اختر په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو پښتو اوریدونکو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.