د ایران د بهرنیو چارو وزیر د کوچني اختر مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131664
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په جلا جلا پیغامونو کښې د کوچني اختر مبارکي ورکړه.
(last modified 2023-04-21T23:09:22+00:00 )
Apr 22, 2023 03:36 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر د کوچني اختر مبارکي ورکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په جلا جلا پیغامونو کښې د کوچني اختر مبارکي ورکړه.

هغه د اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو ته په پیغامونو کښې کوچنی اختر د یوې میاشتې د عبادت او د بندګۍ د شکرانې جشن  او د سترو اسلامي ایډیالونو د تحقق لپاره د مسلمانانو د پیوند ، د دوستۍ ، وروګلوۍ او د غږملتیا سبب وباله.

حسین امیر عبداللهیان دغه راز د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په خپلو پیغامونو کښې د اسلامي ټولنو د پرمختګ او د مسلمانانو د پیوستون په پیاوړي کولو کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو په ملګرتیا ټینګار وکړي.