ایران او روسیه د ستونزو د هوارولو لپاره ورته دریځونه غوره کړي
Apr 24, 2023 01:26 Asia/Kabul
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: تهران او مسکو د سیمې او نړۍ د ستونزو د هوارولو په موخه ورته دریځونه لري.
د فارس له راپور سره سم، په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي په روسیې کې د روسي ژبې په انسټیټوټ د مسکو او تهران تر مینځ اړیکو ته په اشارې سره، زیاته کړې: نن سبا د ایران او روسیې تر مینځ اړیکې یوې نوې سویې ته په رسېدو دي او دواړه هیوادونه د نړیوالو او سیمه ایزو ننګونو په وړاندې ورته دریځونه لري.
دا په داسي حال کې دی چي د صهیونیست رژیم د داخلي امنیت د شورا مشر تزاچي هانګبي د ایران او روسیې تر مینځ د اړیکو له پیاوړېدو څخه اندېښنه ښودلې ده.
ټیګونه