امیرعبداللهیان مسقط ته ورسید
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ د عمان پلازمینې ته تلی او د دغه هیواد د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشه
د ایران د خبر له مخې «حسین امیرعبداللهیان» د سیمه ایزو صلاح مشورو په دوام کښې د عمان د خارجه وزیر په بلنه د دوه اړخیزو خبرواترو په موخه پرون مازیګر د مسقط نړیوال هوايي ډګر ته ورسیده او د عمان د چارواکو له خوا یې هرکلی وشه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیر کال په دسمبر میاشت کښې هم مسقط ته تلی و او د عمان له باچا «هیثم بن طارق آل سعید» او د بهرنیو چارو له وزیر «سید بدر البوسعیدی» سره یې ملاقاتونه کړي وو.
په ایټمي دوسیې، د بندیزونو د ختمیدو په مذاکراتو او د ایران او لویدیځ ترمینځ د زندانیانو په تبادله کښې د عمان رول لوبونه له یوې خوا او د تهران او ریاض خبرې اترې له بلې خوا په سیمه کښې د سفارتي ننګونو په هواري کښې د مسقط د وړتیاؤ نښې دي.