امیرعبداللهیان مسقط ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131866-امیرعبداللهیان_مسقط_ته_ورسید
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ د عمان پلازمینې ته تلی او د دغه هیواد د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشه
(last modified 2023-04-25T20:56:31+00:00 )
Apr 26, 2023 01:24 Asia/Kabul
  • امیرعبداللهیان مسقط ته ورسید

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ د عمان پلازمینې ته تلی او د دغه هیواد د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشه

د ایران د خبر له مخې «حسین امیرعبداللهیان» د سیمه ایزو صلاح مشورو په دوام کښې د عمان د خارجه وزیر په بلنه د دوه اړخیزو خبرواترو په موخه پرون مازیګر د مسقط نړیوال هوايي ډګر ته ورسیده او د عمان د چارواکو له خوا یې هرکلی وشه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیر کال په دسمبر میاشت کښې هم مسقط ته تلی و او د عمان له باچا «هیثم بن طارق آل سعید»  او د بهرنیو چارو له وزیر «سید بدر البوسعیدی» سره یې ملاقاتونه کړي وو.

په ایټمي دوسیې، د بندیزونو د ختمیدو په مذاکراتو او د ایران او لویدیځ ترمینځ د زندانیانو په تبادله کښې د عمان رول لوبونه له یوې خوا او د تهران او ریاض خبرې اترې له بلې خوا په سیمه کښې د سفارتي ننګونو په هواري کښې د مسقط د وړتیاؤ نښې دي.