کارګر ټولنې دښمن او بدغواړي ناوړه استفادې ته نه دي پریښې
د اسلامي انقلاب معظم رهبر له کارګري تشکلونو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې کارګر ټولنې نه دي پریښې چې دښمن او بدغواړي ناوړه ګټه پورته کړي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د څه باندې زرو تنو کارګرانو، د کارګري تشکلونو د غړو او د کار او ټولنیزې سوکالتیا د چارو د وزارت له مسئولانو سره په کتنه کښې څرګنده کړه: کارګرې ټولنې په ټولو اعتراضي پیښو کښې په حد بندۍ او له دښمن سره د سرحد ټاکلو په اعلان او له نظام سره په ملګرتیا او یووالي باندې په ټینګار سره نه دي پریښې چې چې بدغواړي له اعتراض او تجمع څخه ناوړه استفاده وکړي.
معظم رهبر له کورني مفسد سره د مبارز ېد جرأت نه لرل د بهرني دښمن له بدماشیو سره د مبارزې د میړانې د ختمیدو لامل وبلل او زیاته یې کړه: که یو مسئول د مثال په توګه له تجارت یا بانکي کریډیټونو څخه له ناوړه استفاده کوونکو سره د مقابلې جرأت ونه لري او د بانک له سترو پوروړو سره مقابله ونه کړي نو د امریکې په شان د زور ویونکو حکومتونو له غوښتنو سره د مقابلې جرأت به هم ونه لري.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تولید د هیواد د ملا تیر او کارګران د تولید د ملا تیر وبلل او ویې ویل: د سږ کال د شعار یعنې د تولید د ودې ستره برخه په کارګر ټولنې پورې اړوندیږي او کارګران باید په دې لړ کښې د دندو د ترسره کولو لپاره په ډاډه زړه او په هیلې سره کار ته راشي.
دوي د کارګر ټولنې ۱۴ زره شهیدان د کارګرانو په لاس کښې ۱۴ زره ویاړمن بیرغونه وبلل او له انقلاب او نظام سره د کارګرانو وفادارۍ ته په اشارې سره یې زیاته کړه: له نظام سره د کارګرې ټولنې د وفادارۍ مهمه نښه په دې څو لسیزو کښې د هغوي له هوښیارۍ ډک چلند یعنې د کارګاهو د بندولو له لارې د نظام د پرزولو لپاره د انقلاب په اوایلو کښې د ډلګیو د هلوځلو او هم داشان او د نظام په مقابل کښې د کارګر ټولنې د اودرولو لپاره د بهرنیو بدغواړو پریمانه تبلیغاتو ناکامه کول دي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د پردیو په لسمه کښې د کارګرانو نه راتلل او د هغوي هوښیاري د کارګر ټولنې ستر جهاد وباله او ټینګار یې وکړ: تراوسه نه دي توانیدلي او د خدای تعالی په مرسته به له دې وروسته هم ونه توانیږي چې کارګره ټولنه د نظام په وړاندې راپورته کړي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په کارګري چاپیریال کښې ځیني اعتراضونه پر ځاې وبلل او ویې ویل: دا اعتراضونه په حقیقت کښې له حکومت او نظام سره مرسته او د هغوي خبرول دي او په دې مواردو کښې هم چې هر چرته د قضائیه قوې په شان مسئولې ادارې لاس په کار شوې نو ویې لیدل چې کارګران په حقه وو.