د ایران بې پایلوټه الوتکې تر ټولو ښې الوتکې ګڼل کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دفاع ځواک قومندان برید جنرال علیرضا صباحي فرد ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو بې پایلوټه الوتکې په نړۍ کښې تر ټولو ښې او کارنده بې پایلوټه الوتکې ګڼل کیږي.
هغه په دې خبرې سره چې په ټول ایران کښې د هوايي دفاع ټول سیسټمونه په ډیر ښه ډول پرمختللي شوي دي وویل د ایران د وسله والو ځواکونو تجهیزات د تر ټولو ښو نویو دفاعي تجهیزاتو په لیکه کښې ګڼل کیږي.
امیر صباحي فرد وویل دښمانان په ښه ډول پوهیږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ هوايي دفاع ځواک قدرتمن سیسټمونه لري او له هر ډول ګواښ سره مقابلې ته چمتو دی.
هغه د بې پایلوټه الوتکو په حوزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو په وس باندې د دښمانانو اعتراف ته په اشارې سره وویل د ایران د وسله والو ځواکونو په لاس جوړې شوي بې پایلوټه الوتکې خاص ځانګړتیاوې لري.