کتاب هماغه راز په ټولنه کښې لوړ مقام لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د تهران د کتاب د نندرتون د کتنې په پاې کښې ټینګار وکړ د اینټرنیټ فضا له پراخوالي سره سره کتاب هماغه راز په خپل لوړ مقام کښې دی.
هغه حضرت د تهران د کتاب د نندرتون د کتنې په پاې کښې وویل د هیواد کلتور جوړونه کتاب ته اړتیا لري او د اینټرنیټ فضا له پراخوالي سره سره کتاب هماغه راز لوړ مقام لري.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن له دریو کلونو وروسته او د کورونا د محدودیتونو په ختمیدا سره په حضرت امام خمیني رحمت الله علیه مصلی کښې په شتون سره د تهران د کتاب د نړیوال نندرتون کتنه وکړه.
هغه حضرت د دغه کتنې په پاې کښې زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وفرمائیل د کتاب نندرتون چې هر کال ترسره کیږي یوه ستره ولسي غونډه ده چې د هغې ستر اړخ د کلتور اړخ دی او دغه موضوع ډیره خوښونکي او ولوله رامینځته کونکي ده.
هغه په دوام کښې زیاته کړه د ځینو نامساعدو زمینو په اپوټه د کتاب د نشر کار پرمخ روان دی.
حضرت ایت الله خامنه اي زیاته کړه له دې سره سره چې د اقتصادي او د نورو ستونزو په شمول ټول مشکلات شته خو د کتابونو عنوانونه لوړ شوي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ د تئاتر ، د سینما او حتی د نقاشۍ یعني پینټینګ او د سمعي او د بصري کارونو په شان کلتوري ، رسندوي او هنري فعالیتونه کتاب ته اړتیا لري او هغه کسان کولای شي ښه هنري او رسندوي کارونه تولید کړي چې له کتاب سره سرو کار ولري.
هغه دغه راز وویل د ماشومانو او د زلمیو د کتاب د مسلې په هکله هم ټینګار لرم او خوشبختانه ومو لیدل چې په څو غرفو کښې په دې موضوع کار شوی دی او بیا هم ټینګار کوم د ماشومانو او د زلمیو لپاره چې هر څومره کولای شی کتابونه برابر کړئ او مونږ د پردیو هیوادونو له کتابونو بې نیازه کړئ چې وکولای شو په خپلو هدفونو ، اړخ نیونې او کلتور سره کتابونه خپلو ځوانانو ته ورکړو.