د حج غونډه باید د اسلام د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133006-د_حج_غونډه_باید_د_اسلام_د_ورځنې_مسایلو_په_هکله_پیغام_ولري
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ټینګار سره وویل: د حج غونډه باید د اسلام د ورځنیو مسائلو لپاره پیغام ولري.
(last modified 2023-05-17T06:55:13+00:00 )
May 17, 2023 11:22 Asia/Kabul
  • د حج غونډه باید د اسلام د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ټینګار سره وویل: د حج غونډه باید د اسلام د ورځنیو مسائلو لپاره پیغام ولري.


د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای په دې باندې په ټینګار سره چي باید د حج د اصلي مفهوم په زمینه کې فرهنګ جوړونه وشي، وفرمایل: د حج غونډه باید د اسلام د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري.

مکې شریفې ته د حاجیانو د لېږدولو په درشل کې د حج د چارو مسئولینو نن د امام خمینی ره په جومات کې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای سره ولېدل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کې زیاته کړه: په حج کې حضور د یوه هدف لپاره دی، د اسلامي امت لوړاوی او د اسلامي امت د زړونو تر مینځ نژدېوالې، د حج اصلي هدف دی.

هغوی په دوام کې زیاته کړې: د نړیوالو قدرتونو نفوذ د نن ورځې مساله ده، د اعلام حضور لپاره ټوله باید راغونډ شی، د قدرت اعلان وکړي، او استکبار په وړاندې ودریږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر یادونه وکړه: د مثال په توګه د صهیونیستي رژیم مساله ډېره مطرحه ده، ټوله اسلامي نړۍ باید راغونډه شي، او دغه غونډه باید د صهیونیست رژیم په ضد یو پیغام ولري.

حضرت ایت الله خامنه ای جوته کړه: د کفر په مقابل کې، د ظلم، استکبار او بشري بتانو په وړاندې، او د هغه ټولو شیانو په وړاندې چي اسلام سره ټکر لري، حاجیان باید د مقابلې لپاره راغونډ شي.

هغوی ټینګار وکړه چي باید مسلمانانو سره اړوند له نړیوالو مسائلو څخه غفلت نه وشي.

د اسلامي انقلاب وفرمایل: د حج ورځې یو ښه فرصت دی چي ولسونه د نړیوالو مسائلو سره بلد شي څو د دروغجنو رسنیو له لورې له حقیقت څخه بې لارې نه شي.

هغوی د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه: که نړیوالو مسائلو ته ځیر ووسو او د دښمن دسیسې وپېژنو لکه چي په ایران کې مسئولینو په ځینو مسائلو پام کړي او له امله په سیمه ایزو او نړیوالو سویو کې پرمختګونه شوي او امریکا یې په غوصه کړې ده.