د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده ٣
د ۱۴۰۲ کال د شعار د لړۍ دریم پروګرام
ګرانو او قدرمنو لوستونکو لکه څنګه چې خبر یئ د اسلامي انقلاب معظم رهبر چې د هر نوي کال لپاره یو شعار او عنوان غوره کوي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره یې «د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده» نوم غوره کړی دی. دغه نوم او عنوان ښودنه کوي چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لپاره د اقتصاد مسئله ډیره مهمه ده. په هم دې وجه دوي سږ کال هم د تیرو څو کلونو په شان اقتصاد، د کال د شعار چورلیز ګرځولی دی.
نو په دې هکله د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ دریمه برخه درته وړاندې کوو.
*/*/*/*
د اسلامي انقلاب معظم رهبر له ۱۳۸۸ کال راهیسې یوازې په ۱۳۹۴ کال کښې د کال د شعار لپاره له اقتصادي چورلیزه استفاده نه ده کړې او په تیرو پنځلسو کلونو کښې یې د څوارلسو لپاره اقتصاد، د کال د شعار ترټولو مهم یا یو ډیر مهم چورلیز ګرځولی دی.
په ااولو کلونو کښې د کلونو نومولو زیاتره مذهبي او اعتقادي اړخ درلود، لکه د امام خمیني(رح) کال، د امام علي(ع) کال، د حسیني عزت او ویاړ کال او د پیغمبر اکرم(ص) کال، خو دغو نومونو ورو ورو اجرايي او اقتصادي بڼه خپله کړه. په تیرو کابو دوو لسیزو کښې دغه نومونې زیاتره د اقتصاد پر مسئلې په تیره بیا په مقاومتي اقتصاد او کورني تولید باندې متمرکزې پاتې شوې دي.
وړومبۍ پوښتنه دا ده چې د انقلاب د معظم رهبر اقتصادي شعارونه په کومو چورلیزونو سره بیان شوي دي؟ د دغو اقتصادي شعارونو څیړنه د هغوي د دوه اړخیزوالي بیانونکي دي. اصلي اړخ یې په سټراټیجۍ باندې د شعار بدلیدل دي او دویم اړخ یې هم د دغې سټراټیجۍ د عملي کیدو څرنګوالی دی.
د ایران د اقتصاد لپاهر د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اقتصادي سټراټیجي، مقاومتي اقتصاد دی. د انقلاب رهبر په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کښې مقاومتي اقتصاد د کال د شعار د یو اړخ په توګه وباله. په عین حال کښې معظم رهبر له ډیرو کلونو راهیسې مقاومتي اقتصاد ته پاملرنه کړې وه. دوي د ۱۳۹۱ کال د وږي د میاشتې په دویمه نیټه، د مقاومتي اقتصاد په تعریف کښې وویل: «د مقاومتي اقتصاد معنا دا ده چې مونږ یو داسې اقتصاد ولرو چې هم په هیواد کښې د اقتصادي ودې مخ په وړاندې بهیر خوندي پاتې شي او هم یې کمزورتیا کمه شي یعنې د هیواد اقتصادي حالت او اقتصادي نظام داسې وي چې د دښمنانو د چلولونو په وړاندې چې همیشني دي او په مختلفو شکلونو رامینځته کیږي، له لږ تاوان او ګډوډي سره مخامخ شي».
دویمه پوښتنه دا ده چې د انقلاب د رهبر د نظر وړ مقاومتي اقتصاد سټراټیجي به څرنګه عملي شي؟ د دغې مهمې او بنیادي پوښتنې ځواب هم د معظم رهبر له خوا د کال په شعارونو کښې مطرح شوی دی. د استعمال او مصرف د اصلاح بیلګه، څوچنده همت او څوچنده کار، اقتصادي جهاد، ملي تولید، له ایراني پانګې او کار څخه ملاتړ، کار زیږونه، له ایراني محصولاتو حمایت او د اقتصاد پوه بنسټوالی، د مقاومتي اقتصاد د ترلاسه کیدو لپاره د انقلاب د معظم رهبر له خوا مطرح شوې لارې چارې دي. دغو شعارونو ته په پام سره، د مقاومتي اقتصاد پلي کیدل، هم د حکومت او هم د خلکو په رول لوبونې سره شونې او ممکن دي.
ترټولو مهم رول چې خلک یې لوبولی شي، له کورني تولید څخه ملاتړ او د مصرف د اصلاح بیلګه ده. په خواشینۍ سره په وروستیو دوو لسیزو کښې په ځانګړې توګه خلک په غیرضروري او افراطي مصرف پالنې پسې روان دي چې مصرف ته د دغې ګروهنې په سترې برخې کښې د بهرنیو شیانو او محصولاتو اخیستل او کورني تولید ته بې پامي شامله وه چې دغه کار د ځینو کورنیو کارخانو او شرکتونو د دیوالیه کیدو لامل شوې. له دې امله د انقلاب ستر لارښود ۱۳۸۸ کال د مصرف د اصلاح بیلګه ونوموه. ۱۳۸۸ کال په هیواد کښې د انرجۍ د سړي سر لوړ مصرف ته په پام سره د مصرف د اصلاح بیلګه ونومولی شو. دوي څو ځلې له هغو نه په روان ۱۴۰۲ کال کښې هم د خلکو له خوا د استعمال د اصلاح په بیلګې تاکید وکړ. معظم رهبر د ۱۴۰۲ کال په وړومبۍ ورځ د امام رضا علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې وفرمایل: «په مونږ خلکو کښې ځینې عیبونه شته چې په اقتصادي مسائلو پورې اړونده دي... زمونږ یو بل مهم عیب دا دی چې د کورنیو تولیداتو په سر تعصب نه لرو، تعصب په ډیرو ځایونو کښې بد څیز دی خو دلته ښه شی دی. مونږ باید د کورني تولید لپاره تعصب ولرو».
حکومتونه د مقاومتي اقتصاد د پلي کولو ترټولو مهم لوبغاړي دي. څوچنده همت او کار، د تولید رونق او ګړندیتوب، له کورني تولید څخه ملاتړ، د تولید د خنډونو ختمول او د اقتصاد پوه بنسټه کول له هغو دندو څخه دي چې حکومتونه یې باید ترسره کړي. د انقلاب د معظم رهبر په څرګندونو کښې مهم ټکی، تولید دی. دوي د تولید د اهمیت په هکله وايي: «د تولید چټکتیا د دښمنانو له ګواښونو او بندیزونو سره د مقابلې لپاره د هیواد د اقتصادي پرمختګ او پراختیا بنیاد او اساس دی»، «کورنی تولید له اقتصادي ستونزو د هیواد د ژغورنې یوه مهمه کلي ده».
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د تولید د اهمیت په بحث کښې هغه په نورو برخو باندې اغیزشیندونکی او په کښې بدلون رامینځته کوونکی ګڼي او فرمايي: «که تولید وشي نو په مختلفو برخو کښې به بدلون راشي، که د تولید رونق موجود وي نو هم د کار روزګار په رامینځته کولو اغیزه کوي، هم د ګرانۍ په کمولو اثر کوي، هم حتی د بودجې په انډول اغیزه کوي او هم د ملي کرنسۍ د ارزښت په لوړولو کښې رول لوبوي».
په حقیقت کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر دې جمع بندۍ ته ورسیدل چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د دښمن جنګ دمګړۍ اقتصادي ماهیت لري. دښمن په دې پوهیږي چې د اقتصادي جنګ له لارې خلک تر معیشني دباؤ لاندې راوستې شي او هغوي د نظام خلاف راپورته کوې شي. په هم دې وجه، د انقلاب ستر لارښود، د اقتصادي شعارونو په چورلیز ګرځولو سره، د دښمن له اقتصادي جنګ سره د مقابلې او بې اثره کولو لپاره یې د کورني تولید د رونق او ګړندیتوب خبره کوي. په دې بنیاد په تیرو دوو لسیزو کښې د ۱۵ کلونو د کال شعارونه په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه د اقتصاد په موضوع پورې اړونده وو او شپږ کاله هم د «تولید» په مسئلې باندې په ټینګار سره نومول شوي دي.
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی