معظم رهبر د ۸۶ سکوارډن میړنیو ته مبارکي ورکړه
د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان په یو پیغام کښې د ځمکې چاپیره په سمندر کچ کونه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د ۸۶ سکوارډن د سترې بریا قدرونه وکړه
د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان په یو پیغام کښې د ځمکې چاپیره په سمندر کچ کونه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د ۸۶ سکوارډن د سترې بریا قدرونه وکړه
د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په پیغام کښې راغلي دي: «د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د ۸۶ سکوارډن میړنیو ته د هغوي د سترې او بریمنې سمندر کچ کونې مبارکي ورکوم. عزیزانو! کور ته ښه راغلاست، بریالی اوسئ».
د ایران د پوځ د سمندري ځواک ۸۶ سکوارډن، پس له اتو میاشتو سمندر کچ کونې او د ځمکې چاپیره د څه باندې ۶۵ زره کیلومیټره سمندري لارې له وهلو وروسته پرون په بندر عباس کښې لنګر واچوه.