May 25, 2023 03:13 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران او مصر زر سفیران تبادله کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د متحده عربي اماراتو «نیشنل» ورځپاڼې د مصر د چارواکو په قول وویل په نږدې راتلونکي کښې د ایران او د مصر د ولسمشرانو په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د سفیرانو تبادله کیږي.

دغه ورځپاڼې زیاته کړه د ایران او د مصر د سفیرانو تبادله د دغو دوو سیمه ئیزو قدرتونو ترمینځ د اړیکو  د عادي کولو  لپاره د عمان هیواد د مینځګړیتوب د هڅو یوه برخه ده.

د مصر دوو چارواکو د متحده عربي اماراتو نیشنل ورځپاڼې ته وویل چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د کتنې په هکله اصولي موافقه شوي ده.

احتمال شته چې د ایران او د مصر ولسمشران د روان کال په پاې کښې له یوبل سره کتنه او خبرې وکړي.

نیشنل ورځپاڼې زیاته کړه د ایران او د مصر چارواکو او ډیپلوماټانو له تیرې مارچ میاشتې راهسې د اړیکو د عادي کولو لپاره د پردې شاته کتنې کړي دي او اخري کتنه هم د روانې میاشت په پیل کښې په بغداد کښې شوي وه.

 

ټیګونه