افغانستان باید د ایران د اوبو حق ته پاې بنده ووسي
May 25, 2023 00:35 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حقوقي مرستیال محمد دهقان وویل د افغانستان چارواکي باید د هیرمند د اوبو د حق تړون ته پاې بنده ووسي.
هغه تینګار وکړ د هیرمند د حق ابه یعني د اوبو د حق د مشکل د حل کیدا لپاره جامع تړون شته او د افغانستان چارواکي باید د موجوده تړون پراساس په خپلو ژمنو عمل وکړي.
محمد دهقان وویل که چیرې د افغانستان د طالبانو حکومت د هیرمند په حق ابه تړون کښې په خپلو ژمنو عمل ونکړي نو دغه چاره به د حکمیت له لارې تعقیب شي.
دغه راز د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم د هیرمند د اوبو د حق په هکله د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکړی و چې د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د خلکو د اوبو حق ته فوریت ورکړي.
ټیګونه