امام خمینی ره د زړونو واکمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133818-امام_خمینی_ره_د_زړونو_واکمن_دی
مشهور روس فیلسوف امام خمینی ره یې یو داسي لوی حکیم وباله چي د انسانانو په زړونه باندې حکومت کوي.
(last modified 2023-06-02T05:31:14+00:00 )
Jun 02, 2023 10:00 Asia/Kabul
  •  امام خمینی ره د زړونو واکمن دی

مشهور روس فیلسوف امام خمینی ره یې یو داسي لوی حکیم وباله چي د انسانانو په زړونه باندې حکومت کوي.

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د غبرګولې د میاشتې ۱۴ نیټه د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی ره د تلین له ۳۴ کلیزې سره سمون خوري.

وتلی روس فیلسوف الکساندر دوګین په یاد مناسبت ایران پرس سره په مرکه کې حضرت امام خمینی ره یو داسي لوی او حکیم شخصیت وباله چي د انسانانو په زړونو کې یې ځای موندلی دی.

هغه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جنګونو دوام ته په اشارې سره، وویل: کلونه کیږي چي جنګونه نور د شتمنیو په سر نه دي بلکې جنګونه د مختلفو نظرونو او باورونو په سر رامینځ ته کیږي.

دوګین په ایران باندې د عراق د بعث رژیم یرغل او د روسیې او اوکراین تر مینځ جنګ ته اشاره وکړه او وویل: د امام خمینی ره په څېر کسان زمونږ معنوي او مذهبي مشران دي، مونږ ولیدل چي د عراق د یرغل پر مهال امام خمینی ره څه ډول په معنویاتو باندې په تکیې سره، رهبري وکړه.

هغه زیاته کړه: د اهل تشیع په مفکوره کې، اعلی سرقومندان او مشر رهبر حضرت مهدی عج دی او امام خمینی ره په حقیقت سره د هغه نایب وو.

دوګین روان جنګونه یې د اخرې زمانې د جنګونو یوه برخه او د حضرت امام مهدی عج د پاڅون لپاره یوه مقدمه وباله او وویل: د حق او باطل تر مینځ په جنګ امام خمینی ره تل د حق د لوري مشري په غاړه درلودل.