امیرعبداللهیان د بریکس د ملګرود غونډې په ترڅ کې لاروف سره وکتل
ښاغلی حسین امیر عبداللهیان د ایران اقتصادي ظرفیتونو ته په اشاری سره په بریکس کې د غړیتوب د لارو چارو په روښانه کیدا کې چټکتیا ددغې ډلې په چوکاټ کې د څو اړخیزه ملګرتیاو د پیاوړتیا زمینه جوړونکی وبلله .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له دغه کتنې د خوشحالۍ د څرګندولو په ترڅ کې له خپل روسی همڅنګ سره د سلاو مشورو دوام د دواړخیزه اړیکو په پرمختګ او د مشکلاتو او خنډونو په لیری کولو کی مهم وبلل .
ښاغلی حسین امیر عبداللهیان د ایران اقتصادي ظرفیتونو ته په اشاری سره په بریکس کې د غړیتوب د لارو چارو په روښانه کیدا کې چټکتیا ددغې ډلې په چوکاټ کې د څو اړخیزه ملګرتیاو د پیاوړتیا زمینه جوړونکی وبلله .
د روسیې خارجه وزیر لاروف هم په دغه کتنه کې تهران ته د روسیې د مرستیال لومړی وزیر الکسانډر نواک د وروستی سفر په نتیجو خوشحالۍ څرګنده کړه .