امام خمیني د «مونږ کولې شو» کلتور ژوندی کړ
د غبرګولي د میاشتې پنځلسمه نیټه په ۱۳۴۲لمریز کال کښې د امام خمیني په نیونې باندې اعتراض کښې د ایران د ځینو ښارونو د خلکو د راغونډیدو او لاریون کلیزه ده.
د ایسنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون د اسلامي انقلاب د ارواښاد مشر د وفات د کلیزې او د غبرګولي د پنځلسمې د خونړي پاڅون د کلیزې په دستورو کښې وویل: ځیني مناسبتونه هم د اسلامي هیوادونو په سویه او هم په نړیوال ډګر کښې ځینې نړیوالې اغیزې لري.
ښاغلي قالیباف په دې خبرې سره چې اسلامي انقلاب د مقدسې دفاع په دوران کښې لا ژور شو او د اسلامي انقلاب کلتور په ټولو اړخونو کښې پراختیا وموندله، وویل: هم دا د غبرګولي میاشت وه چې ترټولو ستره داخلي دسیسه یعنې د اسلامي انقلاب خلاف د منافقینو پوځي او وسله وال حرکت رامینځته شو او بلآخره له ټولو جنایتونو او خیانت او وژلو وروسته یې ماتې وخوړله او له بعث ګوند سره ملګري شول.
د ایران د پارلیمان مشر د غبرګولي میاشت له لویدیځ کلتور او غرب ځپنې سره د مبارزې نښه وبلله او زیاته یې کړه: استکبار او صهیونزم په دې لټه کښې وو چې دین او اسلام له ټولنو څخه بیخي لرې کړي ځکه چې له استکبار سره مبارزې، د امام خمیني له غورځنګ سره غوټه خوړلې ده.