د ایران او قطر تر مینځ د همکاریو په پراختیا باندې ټینګار
د ایران او د قطر د وزیرانو په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو په پراختیا او د مسلکي کارګرانو په ګمارنې باندې ټینګار وشو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د کار او ټولنیزو چارو وزیر سید صولت مرتضوي جنیوا کې د کار د نړیوال سازمان د غونډې په ترڅ کې له خپل قطری سیال علی بن سعید بن سمیخ المری سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ډګرونو کې د همکاریو په پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: قطر سره اړیکې زمونږ لپاره استراتیژیک اهمیت لري.
هغه جوته کړه: دواړه هیوادونه د تجروبیاتو د شریکولو او په نړیوالو ټولنو کې د همکاریو په زمینه کې ارزښناکه اقدامات تر سره کړي دي.
سید مرتضوي د قطر د کار وزیر ته بلنه ورکړه چي تهران ته په سفر سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د مسلکي کارګرو د ګمارنې په زمینه کې ظرفیتونو په هکله خبرې اترې وشي.
د قطر د کار وزیر هم ایران سره د اړیکو له پراختیا څخه په هرکلی سره، وویل: مونږ هیڅکله د بندیزونو پر مهال د ایران ملاتړ نه هېره وو او تهران ته په سفر کې د کار او د ګمارنې په هکله د دواړو هیوادونو تر مینځ د ظرفیتونو د فعاله کولو هڅه وکړو.