هینداره تحلیلی پروګرام/ عربستان ولی امریکا سره برخلافه شوی؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134540-هینداره_تحلیلی_پروګرام_عربستان_ولی_امریکا_سره_برخلافه_شوی
سعودي عربستان په تېرو لسګونو کلونو کې تل د واشنګټن له سیاستونو پیروي کړي، خو تازه داسي ښکاري چي ریاض د خپلواکه سیاستونو په غوره کولو سره، له امریکې سره مخالفتونه پیل کړي، له دوو کارپوهانو ښاغلی، داکټر علی واحدي او ښاغلی غیور حسین غالب سره مو د دغه بدلون لاملونه څېړلي دي.
(last modified 2023-06-17T08:04:55+00:00 )
Jun 17, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • هینداره تحلیلی پروګرام/ عربستان ولی امریکا سره برخلافه شوی؟

سعودي عربستان په تېرو لسګونو کلونو کې تل د واشنګټن له سیاستونو پیروي کړي، خو تازه داسي ښکاري چي ریاض د خپلواکه سیاستونو په غوره کولو سره، له امریکې سره مخالفتونه پیل کړي، له دوو کارپوهانو ښاغلی، داکټر علی واحدي او ښاغلی غیور حسین غالب سره مو د دغه بدلون لاملونه څېړلي دي.

 لکه څرنګه چي پوهېږئ په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر امریکایي رسنیو اعلان کړي چي سعودي عربستان له چین او روسیې سره د واټن اخیستلو لپاره د امریکې غوښتنو ته منفي ځواب ورکړي او د ریاض په خپلواکۍ باندې ټینګار کړی دی. تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن عربستان ته په سفر سره د دې هیواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي، دا په داسي حال کې دی چي تېره میاشته بیا د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوان هم ریاض ته تللی وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملی امنیت سلاکار دواړو په یوه مشخص هدف سره، ریاض ته تللي وه، هغوی د عربستان ولیعهد بن سلمان ته ویلي دي چي واشنګټن، د اوکراین په جنګ کې د عربستان د دریځ، ایران سره د اړیکو د رغولو، روسیې او چین سره د نژدې اړیکو د جوړولو، په عربي اتحادیه کې د سوریې د بیا ځلې د غړیتوب د منلو او د تېلو د تولید د کچې د راکمولو د امله له سعودي عربستان څخه په غوصه دی او په یادو ډګرونو کې د عربستان د سیاست د بدلون غوښتونکی دی. خو د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان په شمول د سعودي چارواکو خبرې او د عربي رسنیو له راپورونو داسي ښکاري چي عربستان د واشنګټن له غوښتنو سره، سخت مخالفت کړی دی. عربستان چي له دې نه مخکې تل د امریکې له سیاستونو پیروکاري کاوه اوس یې په ښکاره په خپلو سیاستونو کې بدلون راوستی او امریکې نه د خپلواکۍ او سرغړونې سیاست په مخه اخیستې ده. اوس دا پوښتنه رامینځ ته کیږي چي د عربستان په بهرني سیاست کې د دغه بدلون عوامل څه کېدایشي او دا اختلافات څومره جدي ګڼل کیږي؟ دا چي د سعودي په بهرني سیاست کې د دومره لوی بدلون عوامل څه کېدایشي له خپلو دوو مېلمنو ښاغلی داکټر علی واحدی او رسندویې فعال ښاغلی غیور حسین غالب سره د خپرونې په دوام کې وڅېړو.