بورکینا فاسو په تهران کې د سفارت د پرانیستلو پریکړه وکړه
د بورکینا فاسو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعلان وکړ چې په تهران کې به خپل سفارت پرانیزي.
د بورکینا فاسو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعلان وکړ چې په تهران کې به خپل سفارت پرانیزي.
د ایرنا د خبر له مخې د بورکینا فاسو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عیسی بورو په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له سیاسی مرستیال علي باقري سره په کتنه کې ایران یو ستر او تاریخي تمدن لرونکی هېواد وباله.
نوموړي زیاته کړه، بورکینا فاسو د ایران له اسلامي جمهوریت سره سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې لري او په دې برخه کې د اړیکو د پراختیا لپاره سیاسي اراده لري.
عیسی بورو زیاته کړه چې د بورکینا فاسو حکومت پریکړه کړې چې په تهران کې سفارت پرانیزي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي باقري هم په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو د چارواکو سفرونو ته په اشارې سره وویل ایران له بورکینا فاسو سره د اړیکو د پراختیا پلان په خپله اجنډا کې لري.
باقري په تهران کې د بورکینا فاسو د سفارت د پرانیستلو د پرېکړې هر کلی وکړ او د هراړخیزې همکارۍ د ګډ کمیسیون جوړیدل یې د دواړو هیوادونو د ګډو پروګرامونو او د علاقې وړ مسائلو د تعقیبولو لپاره یو مناسب میکانیزم وباله.
د افریقا پراخ بازار د ایراني توکو د خرڅلاو لپاره یو مناسب پلیټ فارم دی او دا براعظم د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.