ایران کې د ازبکستان د ولسمشر رسمي هرکلی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو لړ رسمي مراسمو کې د ازبکستان د ولسمشر هرکلی وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو لړ رسمي مراسمو کې د ازبکستان د ولسمشر هرکلی وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن (یکشنبه) د تهران د سعد اباد په تاریخي کلتوري کمپلکس کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف رسمي هرکلی وکړ.
د ازبکستان ولسمشر نن سهار د تهران د مهرآباد هوايي ډګر له لارې ایران ته داخل شو چې په هوايي ډګر کې یې د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر عباس علي آبادي له لورې هرکلی ترسره شو.
د ایرنا د خبر له مخې شوکت میرزایف د ایران د ولسمشر په بلنه او د یوه لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ ایران ته راغلی دی.
د ازبکستان د ولسمشر د رسمي هرکلي په مراسمو کې لومړی د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول او بیا رئیسي او میرضیایف له نظامي قطعاتو تر کتنې وروسته د دواړو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي یو بل ته ور وپېژندل.
د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته به د ایران او ازبکستان د ولسمشرانو خصوصي ناسته پیل شوه چې وروسته به د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو کتنه، د همکاريو د سندونو لاسليکول او د مطبوعاتي کنفرانس ترسره کولو ورځنۍ اجنډا تطبیق شي.
ایران ته د ازبکستان د ولسمشر له وروستي سفر څخه څه باندې شل کاله تېر شول.