Jun 19, 2023 16:19 Asia/Kabul
  • د ټرانسلوانیا د فیستیوال لومړۍ جایزه یوه ایراني فلم ته ورکړل شوه

په رومانیا هېواد کې د ټرانسلوانیا فلم په 22م فستیوال کې د "مثل ماهی روی ماه" په نوم ایراني فلم د غوره فلم جایزه وګټله.

د ټرانسلوانیا د فیستیوال لومړۍ جایزه یوه ایراني فلم ته ورکړل شوه

په رومانیا هېواد کې د ټرانسلوانیا فلم په 22م فستیوال کې د "مثل ماهی روی ماه" په نوم ایراني فلم د غوره فلم جایزه وګټله.

د ایران د محصلینو خبري اژانس (ایسنا) د راپور له مخې،د ټرانسلوانیا فستیوال د غوره فلم جایزه د "مثل ماهی روی ماه" ته ورکړل شوه چې  د فیستیوال د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د فیستیوال لومړۍ جایزه د یوې ښځینه لارښوونکې لخوا جوړ شوې فلم ته ورکول کیږي.

د فسټیوال داورانو د پردې تر شاه په "مثل ماهی روی ماه" فلم کې په مور او پلار پورې اړوند مسایلو ته اشاره کړې او فلم کې دې ځآنګړې څخه ستاینه کړې، له همدې امله د دې فلم اصلي اداکار "سپیدار تاري" د فستیوال د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.

فلم "مثل ماهی رو ماه" چې د "ښځه، سړی، ماشوم" په نوم هم یادیږي، تیر کال د کارلووي ویري فلم فسټیوال د پراکسیما سیالۍ برخه کې هم وړاندې شوی وو.

د ټرانسلوانیا فلم 22م فستیوال د جون له 9 څخه تر 18 (جون 19 څخه تر 28) پورې په رومانیا کې ترسره شو.

 

ټیګونه