تهران او اسلام اباد دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134646-تهران_او_اسلام_اباد_دوه_اړخیزو_اړیکو_پراختیا_ته_ژمن_دي
تهران ته د پاکستان د خارجه وزیر د قائم مقام له سفر وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي اسلام اباد تهران سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لړ کې کلکه اراده لري.
(last modified 2023-06-19T09:37:27+00:00 )
Jun 19, 2023 14:04 Asia/Kabul
  • تهران او اسلام اباد دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي

تهران ته د پاکستان د خارجه وزیر د قائم مقام له سفر وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي اسلام اباد تهران سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لړ کې کلکه اراده لري.

د ایرنا له راپور سره سم، د پآکستان د بهرنیو چارو د وزارت د عامه اړیکو څانګه په یوه اعلامیه کې ویلي:  د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت قائم مقام اسد مجید خان د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال علی باقري کنی سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په هکله سلامشورې کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوی چي د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ایران  او پآکستان تر مینځ د پارلماني ملګرتیا له مسئول احمد امیر آبادی فراهانی سره خبرې اترې کړې او د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مطالعاتو له مرکز څخه کتنه کړې ده. د یادې اعلامیې له مخې، په دغو کتنو کې د دواړو هیوادونو چارواکو د سوداګریو، انرژیو، اړیکو او د ټرانزیت په ډګرونو کې د همکاریو په پراختیا موافقه کړې ده. دواړو لورو همدارنګه د ملګرو ملتونو،  اکو او د اسلامي همکاریو د سازمان په شمول په نړیوالو اداراتو کې په ملګرتیا باندې تاکید کړي دي.

د پآکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې اسد مجید خان د ایران او سعودي عربستان تر مینځ د ډیپلماټیکو اړیکو له رغېدو هرکلی کړی او د کشمېر په مساله کې د ایران له دریځ څخه قدرونه کړې ده.   په یادو ملاقاتونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت قائم مقام  د بلاول بوټو په استازیتوب اسلام اباد څخه د کتنې لپاره د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته رسمي بلنه وړاندې کړې ده.