د ایران او کویټ د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
ایران او کویټ د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې پر مهال په دواړه اړخیزو اړیکو، د سیمې ییزې او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبري کړي.
ایران او کویټ د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې پر مهال په دواړه اړخیزو اړیکو، د سیمې ییزې او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبري کړي.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د خارجه چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» چې د فارس خلیج هیوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې کویټ ته تللی دی، د چهارشنبې په ماښام له شیخ سالم عبدالله الجابر الصباح سره لیده کاته او خبرې اترې کړي.
نوموړي د کویت د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ او ځینوسیمه ییزو مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.
دا د امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرستۍ له ترلاسه کولو وروسته کویټ ته د هغه لومړنی سفر دی.
له دې مخکې امیر عبداللهیان قطر او عمان ته سفر ترسره کړ او د دغو هېوادونو له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په بېلابېلو برخو ، د سیمې پر حالاتو او نړیوالو پرمختګونو یې خبرې اترې ترسره کړې وې.
د سه شنبې په سهار (د جون ۲۰مه) د ایران د دیپلوماتیکو خدمتونو مشر په ټویټر کې ولیکل: له ګاونډیانو سره د هر اړخیزو اړیکو دوام د حکومت د متوازن بهرنۍ تګلارې د اصولو له بنسټیزو محورونو څخه دی او د ایران ګاونډیان د دغه هېواد له مهمو اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي ظرفیتونو ګټه پورته کولای شي.