د ایران او سویډن بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې
د ایران او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ټلیفوني اړیکه کې د تهران او ستاکهولم د اړیکو پر پراختیا خبري کړي.
د ایران او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ټلیفوني اړیکه کې د تهران او ستاکهولم د اړیکو پر پراختیا خبري کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بلستروم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی.
د ایرنا د خبر له مخې بلستروم او امیر عبداللهیان په ټیلیفونی خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو حالاتو، د سیمې د پرمختګونو او په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي.
د قونسلګریو په برخه کې د همکاریو تعقبول د دې خبرو یوه بله اجنډا وه.
د سویډن او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې حسین امیر عبداللهیان دا مهال د سیمې هېوادونو ته په یو دوره یي سفر متحده عربي اماراتو کې دي.
امیر عبداللهیان د پنجشنبې په سهار د فارس خلیج د سیمې هیوادونو ته د خپل سیمه ایز سفر په څلورم او وروستی منزل ابوظبۍ هوایی ډګر ته ورسید او د متحده عربی اماراتو د سلاکار وزیر خلیفه شاهین المر له خوا یې تود هرکلی وشو.
دوه اړخیزې خبرې اترې او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه د نظر تبادله به متحده عربي اماراتو ته د امیر عبداللهیان د سفر له مهمو محورونو څخه وي.
امیر عبداللهیان تر دې مخکې قطر، عمان او کویت ته د سفرونو پر مهال د دغه هېوادونو له چارواکو سره لیدنې او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه یې ورسره سلا مشورې وکړې.